خرید بک لینک
ژباړه/ صديق الله بدرجوجو مویز څه ډول لیکل کوي؟جوجو مویز چې بشپړ نوم يې پايولین سارا جو مویز دی، په ۱۹۶۹ کال په لندن کې زېږېدلې ده. نوموړې له ۲۰۰۲ کال راهیسې د عاشقانه ناولونو لیکلو ته مخه کړې چې  تراوسه يې دوه ځلې د عاشقانه ناول جایزه ترلاسه کړې او آثار يې د دنیا په یوولسو ژبو ژباړل شوي دي. له بارانه تېښته،  خارجي مېوه، د معشوقې وروستی لیک، د طاووس پلورنځی، د ناویانو کښتۍ، نقره يي خلیج، د شپې موسیقي، نڅاګر اس، زه له تا مخکې، هغه نجلۍ چې تا پرېښودله، یو د یو دپاسه، له تا وروسته او یو یوازې په پاریس کې د نوموړې چاپ شوي ناولونه دي. دلته چې څه له تاسو سره شریکوو، له جوجو مویز سره د یوې مرکې لنډيز دی، چې هغې په کې د خپلې لیکوالۍ او د لیکلو په طریقې غږېدلې ده. کیسې له خپل شاوخوا ماحول نه پیدا کوم. کله کله کرکټرونه په مجزا ډول ذهن ته مې لاره کوي، وروسته دغه کرکټرونه سره یوځای کوم.    یو لیکوال باید د خپل داستان له ټولو کرکټرونو سره خواخوږي ولري او ځان د هغوی په ځای احساس کړي. که داسې ونه کړي خپل کرکټرونه په سمه توګه انځورولای او هغه ته وده ورکولای نه شي. که چېرته د یوې حساسې احساسي او هیجاني صحنې د لیکلو په وخت کې سترګې مې له اوښکو ډکې نه شي، پوهېږم چې صحنه مې ښه نه ده انځور کړې، کله هم چې غواړم د لوستلو په وخت لوستونکي ته یو حس پیدا شي، لومړی باید دا حس ما راوتخن

برچسب: نویسنده: النا رستمی تاريخ: چهارشنبه 25 بهمن 1396 ساعت: 8:34

 کیسه ګۍ/ صديق الله بدرجنوننجلۍ تلفون بند کړ، د کوټې په بر کونج کې يې د زوړ کټ پر سر د واده جامو ته بد بد وکتل او يو ناڅاپه په ژړا ژړا کې په خندا شوه. مور يې ترې وپوښتل: څه کیسه ده، چا سره غږېدې؟- هغه و...د نجلۍ رنګ سور واوښت خو خبره يې له خولې وتې وه، ورغبرګه يې کړه: سالم زنګ وهلی و.مور يې ترهېدلې ورته وکتل: لورې! هېر دې کړل، ته اوس د بل چا شوې يې، که قومندان وپوهېږي؛ هم به هغه په زندان کې ووژني، هم به زموږ ورځ توره کړي.مور او لور غاړې وتل. ښه شېبه يې وژړل. نجلۍ د مور په ولي سر تکیه کړ: هغه اوس په دولتي زندان کې دی، قومندان پرې څه تور لګولی. ډېر به بندي پاتې شي.- نو ستاسو خبرې او ستا خوشحالي څه معنا؟نجلۍ بیا موسکه شوه: هغه ویل چې په زندان کې د بند او خلاصون په ځای، ما یادوي.۱۳۹۶.۱۱.۱۴ غرمه درې نيمې بجې

برچسب: نویسنده: النا رستمی تاريخ: چهارشنبه 25 بهمن 1396 ساعت: 8:34

ژباړه/ صديق الله بدرسوفي کینسلا څه ډول لیکل کوي؟برېتانیايي لیکواله او ژورنالسته سوفي کینسلا، چې اصلي نوم يې مدلین ویکهم دی، په ۱۹۶۹ کې زېږېدلې ده. نوموړې په اکسفورډ کې زده کړې کړې دي. هغې د موسیقۍ په برخه کې زده کړې پیل کړې خو یو کال وروسته يې خپله رشته بدله کړه او د اقتصاد، سیاست او فلسفې زده کړې ته يې مخه کړه. مخکې تر دې چې هغه د ټولو د خوښې په لیکواله بدله شي، مالي او اقتصادي ژورنالسته وه. کینسلا هغه لیکواله ده چې په پېرلو روږدې، کولای شې یو راز وساتې؟، د واده شپه او بې کوره الهې کتابونه يې په ملیونونه ټوکه خرڅ شوي او له څلوېښتو څخه په زیاتو ژبو ژباړل شوي دي. له (په پېرلو روږدې) کتاب څخه يې سینمايي فلم هم جوړ شوی دی.کینسلا له دویچه وله او یو شمېر نورو رسنیو سره د خپلې لیکوالۍ او لیکلو په طریقو غږېدلې چې دلته يې لنډيز درسره شریکوو:کله کله داسې پېښېږي چې څه ونه شم لیکلای، نو له دې کبله بازار ته سر ورښکاره کوم ځکه بازار راته الهام بښونکی ځای دی. په بازار کې ګرځم، خلک وینم، خبرې اورم، نوي او زاړه شیان مې له سترګو تېرېږي او يا د خپل همیشني عادت له مخې يو څه را اخلم.د خپلو کتابونو موضوعات له کومه کوم، دا هغه پوښتنه ده چې بیا بیا مطرح کېږي. هر کتاب له یو کوچني فکر نه راپېلېږي. زه دغه فکر ته پراختیا ورکوم او بیا پر طرحې کار کوم. ډېر ځله د لیکلو لپاره یوې قهوه خانې ته ځم، دا ما ته د الها

برچسب: نویسنده: النا رستمی تاريخ: چهارشنبه 25 بهمن 1396 ساعت: 8:34

صفحه بندی